پر اوکراین د روسیې د برید له یو کال بشپړیدو سره ځینو سرچینو ویلي چې تر اوسه په دې جګړه کې د دواړو هېوادونو شاوخوا ۲۵۰ زرو سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د روان زېږدیز کال د فبرورۍ پر ۲۴مه پر اوکراین د روسیې برید یو کلن شو چې د راپورونو له مخې، پکې د دواړه هېوادونو ۲۵۰ زره عسکر وژل شوي دي. د اوکراین جګړه تېر کال وروسته له هغه پیل شوه چې د روسیې ولسمشر د ناټو د نفوذ پر پراخېدو نیوکې وکړې او ورسره جوخت یې له ناټو سره د اوکراین د یو ځاییدو په تړاو خپل سخت مخالفت څرګند کړ. د نړۍوالو نظامي شنونکو په باور له دویمې نړۍوالې جګړې وروسته پر اوکراین د روسیې برید تر ټولو لوی نظامي برید ګڼل کېږي. د روسيې او اوکراين تر منځ جګړې په دې هېوادونو کې پر ځاني او مالي زيانونو سربېره د نړۍ په کچه اقتصادي او سياسي اغېزې درلودې.








