د راپورونو له مخې، د ایران د لوبو د وزیر چورلکه غورځيدلې چې له امله یې هغه سخت ټپي او د سلاکار په ګډون یو شمېر کسان وژل شوي دي. ایراني رسنیو ویلي چې دا پېښه د دغه هېواد د باف ولایت په هوایي ډګر کې رامنځته شوې ده. سرچینو ویلي، په دې چورلکه کې د ا یران د لوبو وزیر حمید سجادي، د هغه سلاکار او ګڼ شمېر نور کسان سپاره وو، چې په هوایي ډګر کې د کېناستو پر مهال غورځېدلې . ایراني رسنیو ویلي چې په دې پېښه کې سجادي سخت ټپي شو، خو دهغه سلاکار وژل شوی او ۱۵ نور کسان ژوبل شوي دي.








