د بحران د مدیریت نړیوالې ډلې خبرداری ورکړی چې د ښځو پر زده کړو او کار د افغانستان د سرپرست حکومت محدودیتونه او په غبرګون کې د نړیوالو مرستو ناڅاپه ځنډول او دغه راز پر سرپرست حکومت د نړیوالو له لوري اقتصادي فشارونه به په افغانستان کې وضعیت لاپسې خراب کړي. د آلمان خبري آژانس د نړیوال کړکیچ د مدیریت د ادارې د موندنو پر بنسټ ویلي دي چې پر سرپرست حکومت اقتصادي فشارونه به اغیزناک نه وي، ځکه دا فشار به یوازې د افغانستان کړاوونه زیات کړي.








