په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت په یوه لنډ خپاره کړي بیان کې ویلي چې د تورخم دروازه به نن پنجشنبه بیرته د هر ډول تګ راتګ په مخ پرانیستل شي. د تورخم دروازې د بېرته پرانیستې خبر وروسته له هغه ورکول کېږي چې د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف په مشرۍ یو پلاوی پرون کابل ته راغلی و. د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي وو، چې په دې کتنه کې دواړو لوریو د دوه اړخیزو مناسباتو، سوداګرۍ، سیمهییز اتصال او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو د پراختیا په باب بحث او خبرې وکړې. تېره یکشنبه ناوخته د تورخم کمیسار مولوي محمد صدیق ویلي وو، دا دروازه د هر ډول تګ- راتګ، ټرانزیتي او سوداګریزو موټرو پر مخ تړل شوې ده. هغه دا هم ویلي چې پاکستاني اړخ له لوري د کړو ژمنو د نه عملي کېدو په غبرګون کې یې دغه دروازه د حکومت د مشرانو د لارښوونې پر بنسټ تړلې ده.







