د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت مرستيالې حنا رباني کهر ويلي، چې د هېواد د ناامنۍ وروستۍ پېښې ېې له افغانستان څخه د ناټو ځواکونو له نا مسوولانه وتو سرچينه اخلي. نوموړې په تازه څرګندونو کې ويلي، چې د ناټو ځواکونو دغه ډول وتلو د سیمې پر امنیت ناوړه اغېز کړی دی. هغې دغه راز زياته کړې، چې دوی د وروستیو نا امنیو د مهارولو وړتيا نه لري. د پاکستان د سياستونو يو شمېر منتقدین دغه هېواد د تروريزم په پاللو او په دې توګه د خپلو ګټو د خوندي کولو تور لګوي.








