د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مسوول وايي چې د ښځو د کار په هکله د ا.ا وروستۍ پرېکړې، په افغانستان کې د مرستې رسونې پر عملیات د پام وړ اغېز کړی دی. جوزېف بورېل زیاتوي چې اروپايي ټولنه په افغانستان کې د بشرپاله مرستو دوام ته ژمنه ده او دغه مرستې به په جدي توګه وڅارل شي. بورېل د اروپایي ټولنې د بهرنیو اړیکو شورا له خوا د اوکراین د جګړې، د ایران او افغانستان د وضعیت په تړاو په جوړه شوې غونډه کې، په افغانستان کې د ښځو د کار د ځنډېدو په تړاو د ا.ا پر پرېکړې د خواشینۍ له څرګندولو سره وایي، چې اوسمهال ط البانو په افغانستان کې جنسیتي توپېر رامنځته کړی دی. جوزېف بورېل ډاډ ورکړی، چې اروپايي ټولنه په افغانستان کې د خپلو بشري مرستو دوام ته ژمنه ده. په افغانستان کې د ښځو د کار له ځنډېدو نږدې دوه میاشتې تېرېږي. ځيني مرستندویو بنسټونو ویلي، چې د ښځو د کار ځنډېډو په افغانستان کې د مرستې رسونې چارې له ستونزو سره مخ کړې دي.








