د یونان د لاریسا ښار ته نږدې د دوو رېل ګاډو د ټکر له امله ۲۶ کسان وژل شوي او ۸۵ نور ټپیان دي. د اور وژنې د برخې یوه ویاند واسیلس واتراکوګیانیس تایید کړې چې په دې پيښه کې یوه بار وړونکي رېل ګاډي له یو مسافر وړونکي رېل ګاډي سره ټکر کړی. د نوموړي په وینا په مسافر وړونکي رېل ګاډي کې ۳۵۰ مسافر وو. دی وايي تر اوسه ۲۶ کسان مړه موندل شوي دي. د یونان رسنیو دا ټکر تر اوسه په هغه هیواد کې تر ټولو ناوړه پيښه بللې ده. د یونان د بیړني حالت د څانګې په وینا، کابو ۱۵۰ اور وژونکي او ۴۰ امبولانسونه سیمې ته استول شوي دي.








