د خوړو نړۍوال پروګرام وایي، چې په ازبکستان کې یې یو لوژستيکي مرکز جوړ کړی، چې له هغې افغانستان ته خوراکي توکي ولېږدول شي. د دغه بنسټ ویاند وایي، چې له ازبکستانه په ورځ کې زر ټنه خوراکي توکي افغانستان ته واردېږي او په هېواد کې پر اړمنو خلکو وېشل کېږي. خو د پلازمېنې یو شمېر اوسېدونکي د مرستندویو بنسټونو د مرستو له ټېټ کیفیته شکایت کوي. بل خوا، د پلازمېنې یو شمېر اوسېدونکي وایي، چې مرستې باید پر بې وزلو په رڼه توګه ووېشل شي. د خوړو نړۍوال پروګرام شمېرې ښيي، چې په ۲۰۲۲ زیږدیزکال کې یې په افغانستان کې له ۲۳ مېلیونه تنو سره د خوراکي توکو مرسته کړې ده او د مرستو د دوام لپاره یو مېلیارد او پنځه سوه مېلیونه ډالرو ته اړتیا لري.








