دامریکا په لویدیځ ایالت نیواډا کې د طبي لېږد رالېږد لپاره کارېدونکې الوتکه لوېدلې او پنځه واړه سپاره کسان پکې مړه شوي دي. د نیواډا په ایالت کې دبېړنیو روغتیایي خدماتو ادارې په اعلامیې کې ویلي چې دا الوتکه په محلي وخت د کلفورنیا ایالت سره نږدې د رادار څخه ورکه شوه. په اعلامیې کې ویل شوي چې په الوتکې کې ټول پنځه تنه سپاره وو او ټول یې مړه شوي دي. چارواکو همدرانګه ویلي چې په الوتکې کې پیلوټ، یو نرس، د روغتیایي چارو یو کار کوونکی، یو ناروغ او د ناروغ د کورنۍ غړی سپاره و چې ټول یې مړه شوي دي.








