د ایران حکومت افغانستان ته د تېلو د صادراتو جواز د دوو نورو میاشتو لپاره وغځاوه. ایسنا اژانس راپور ورکړی چې له ایرانه افغانستان ته د تېلو د صادرولو جواز د افغان سوداګرو په غوښتنه او د تېلو په برخه کې د افغانانو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره د ایران د تګلارو په خاطر تمدید شوی. افغانستان لا هم له ایرانه ډېر تېل واردوي چې په کې ډیزل د پام وړ دي. سره له دې چې ایران افغانستان ته د تېلو د صادرولو جواز د کب له لسمې د راتلونکي کال د وري تر ۷ تمدید کړی، خو د ا.ا څو ځلې هغه تیل بېرته مسترد کړي چې له ایرانه وارد شوي وو.








