د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي چې پاکستان او امریکا د ا.ا د ژمنو په عملي کېدو کې ګډې ګټې لري. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس په یوې خبري غونډه کې ویلي، باید ډاډ ترلاسه شي چې ترهګرې ډلې نور د سیمهییز ټیکاو د ګواښلو توان نه لري. خو د ا.ا د ویاند مرستیال د افغانستان له خاورې نه د نورو هېوادونو پر وړاندې د احتمالي کار اخیستنې په تړاو د ځينو هېوادونو په تېره بیا د امریکا متحده ایالتونو اندېښنه بې بنسټه ګڼي. د نورو هېوادونو پر وړاندې د افغانستان له خاورې د کار نه اخیستل، د ملګرو ملتونو له تور نوملړه د ا.ا د چارواکو د نومونو لرې کېدل او د ښځو د حقونو په ګډون د بشري حقونو خوندیتوب د دوحې د هوکړه لیک له مهمو مواردو ګڼل کېږي، خو په تېرو اتلسو میاشتو کې امریکا او ا.ا یو بل د دوحې د هوکړه لیک پر نقض تورن کړي دي.








