د عامې روغتیا سرپرست وزیر وايي راتلونکي کال کې به په ټول هېواد کې د ۲۰۰ معیاري روغتونونو مرکزونه جوړ شي. د عامې روغتیا سرپرست وزیر قلندر عباد وايي، چې وزارت یې هڅه کوي د افغانستان روغتیايي سیستم معیاري او ظرفیتونه لوړ کړي. د ده په وینا دغه وزارت د ډاکټرانو او روغتیايي کار کوونکو د ظرفیت د لوړولو په موخه لنډ او اوږدمهاله پروګرامونه لري. نوموړی وايي په تېر کال کې د زېږون پرمهال د میندو او ماشومانو د مړینې کچه هم د پام وړ کمه شوې ده. قلندر عباد دغه راز وايي چې په هېواد کې د پولیو ویروس پېښې صفر ته نږدې شوي دي. د عامې روغتیا وزارت سرپرست په روغتیايي برخه کې شته ستونزې مني او وايي چې لا هم په روغتيايي سیستم کې نیمګړتیاوې شته او ځینې کړۍ د سمو روغتیایي خدمتونو د وړاندې کولو مخه نیسي، چې په وینا یې وزارت هڅه کوي دغه ډول کسان لرې او سیستم پاک کړي.








