په سویس کې د افغانستان د وجهي صندوق غړی انورالحق احدي وايي چې د دغه صندوق له جوړېدو راهیسې د افغانستان شتمنۍ تر ۵۰ میلیونو ډالرو پورې ګټه کړې ده. نوموړي ویلي، چې په دې اړه تر اوسه رسمي سند نشته، خو د نوموړي د اټکل له مخکې دغو پیسو تر اوسه پورې ۵۰ میلیون ډالره ګټه کړې ده. د افغانستان د مرکزي بانک درې نیم ملیارد ډالر منجمد شوي پیسې د تیر کال په سپټمبر میاشت کې په سویس کې د باور صندوق ته انتقال شوې دي.








