د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر وایي نورالدین عزیزي وایي، له روسيې، ایران او پاکستان سره یې ګډ کنسرسیوم جوړ کړی دی. نوموړي ویلي، په مختلفو برخو کې یې د فعالو کمپنیو او سوداګریزو شرکتونو یوه ټولګه یا کنسرسیوم یې جوړ کړی څو د برېښنا، کانونو او بنسټونو جوړولو په برخو کې د پانګونې پلان جوړ کړي. د عزیزي په وینا په دې ټولګه کې یو شمېر روسي، ایراني او پاکستاني شرکتونه او کمپنۍ هم ګډون لري. د نوموړي په وینا ۱۴ افغان سوداګرو او وزارت یې په دې اړه یو تفاهم لیک هم یا د پوهاوي یادښت له بهرنیو کمپنیو سره لاسلیک کړی دی. عزیزي وایي د دوی ادارې د اوږد مهاله اقتصادي او سوداګریز پلان په جوړولو کار پیل کړی چې له هغې ډلې یو هم د دا ډول کنسرسیوم او ځانګړي اقتصادي زون جوړول دي.








