د بدخشان ځايي چارواکي په دغه ولایت کې د اړمنو کسانو لپاره د خوراکي توکو په بدل کې د کار د پيل خبر ورکوي. د دوی په خبره، په دغه شپږ میاشتني پروګرام کې، چې د اوبو لګولو اړوند چارې او د شنو سیمو پراختیا په کې شامله ده، شاوخوا ۸۰۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شوې، چې ډېری یې اړمن دي. په ورته وخت کې یو شمېر هغه کسان، چې د کار زمینه ورته برابره شوې له سرپرست حکومت څخه غوښتنه کوي، چې دوی ته د دایمي کار زمینه هم برابره کړي. دغه کسان په میاشت کې ۱۲ ورځې کار کوي او په بدل کې یې له خوړو نړیوال سازمان څخه د ۵ زره افغانیو په ارزښت خوراکي توکي ترلاسه کوي.








