ا.ا وايي، که سرپرست حکومت په رسمیت وپېژندل شي، د نړۍوالې ټولنې شکایتونو او ګيلو ته به په ښه ډول رسېدنه وشي. د ا.ا ویاند له نړۍوالې ټولنې غوښتي چې د افغانستان اوسنی حکومت په رسمیت وپېژني. نوموړی وايي، سرپرست حکومت د رسمیت پېژندلو ټول شرطونه پوره کړي او که نړۍواله ټولنه ا.ا په رسمیت وپېژني، د هغوی شکایتونو او ګيلو ته به په ښه ډول رسېدنه وشي. مجاهد زیاتوي که چېرې د نړۍ ځينې ځواکمن هېوادونه د اوسني حکومت د رسميت پېژندلو مخه ونیسي؛ نو نور هېوادونه باید د دوی لار تعقیب نه کړي. په داسې حال کې چې تر اوسه سرپرست حکومت هېڅ هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی؛ خو ځينې هېوادونه لکه ترکیه، روسیه، ایران، پاکستان، جاپان او چین په افغانستان کې ډیپلوماټیک فعالیتونه لري.








