د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان اعلان کړی دی چې د هېواد په سویل ختیځو زلزله ځپلو سیمو کې به اغیزمنو خلکو ته نږدې۲۰۰زره کورونه ودان کړي. اردوغان چې د مۍ په میاشت کې د ټاکنو څخه مخکې له سیاسي ازمون سره مخامخ دی وویل چې د حکومت په وس کې یې چې هر څه وي، د زلزلې ځپلو سره به یې وکړي. څو ورځې مخکې د ریښتر په کچه ۷.۸ درجې زلزلې په ترکیې او سوریې کې څه باندې ۴۳۰۰۰ کسان مړه کړل. اردوغان وايي په دغو زلزلو کې په ترکیې کې شاوخوا ۱۱۸۰۰۰ کورونه یا نړیدلي، یا نړول یې په کار دي او یا هم ډېر زیانمن شوي دي. هغه ژمنه وکړه وکړه چې د نږدې ۲۰۰زره کوورنو بیا رغونه به د مارچ په میاشت کې پیلوي.








