د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره یا اوچا وایي، سږ کال د څه باندې ۲۱ میلیونه بې وزله افغانانو د لاسنیوي لپاره درې میلیارده ډالرو ته اړتیا لري. اوچا نن پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې دغه کال کې به د کمو کرنیزو حاصلاتو له کبله اړمن کسان د اړتیا وړ توکو د اخیستو وس ونه لري. د اوچا په باور د بې وزله افغانانو ورځنی عاید کم او برعکس د لومړنیو خوراکي موادو بیې لوړې دي. اوچا داسې مهال یوځل بیا پر روان بشري وضعیت اندېښنه ښيي چې په نادولتي ادارو کې د ښځو د کار له منعې کولو وروسته یو شمېر خیریه بنسټونو افغانستان کې د خیرښېګڼې چارې درولي دي.








