روسیې او پاکستان پرون د دوه اړخیزو مذاکراتو پرمهال له افغان حکومت سره په عملي تعامل ټینګار وکړ. خو دغو دوو هیوادونو وویل، تر هغه چې د افغانستان سرپرست حکومت د میرمنو د حقونو او همه شموله حکومت د جوړیدو په برخه کې نړیوالو اندیښنو ته ځواب نه وي ویلی، حکومت به یې په رسمیت ونه پیژني. د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف چې له پاکستاني چارواکو سره یې په اسلام آباد کې د خپل هیواد د پلاوي مشري کوله، پاکستاني لوري ته له سرپرست حکومت سره د خپلو لیدنو په اړه معلومات ورکړل. سرچینې وایي، کابلوف ویلي مسکو به د افغانستان له سرپرست حکومت سره تعامل ته دوام ورکړي، خو اوسمهال یادې ډلې ته د مشروعیت په ورکولو غور نه کوي. د روسیې حکومت تر اوسه ددې لیدنې او شویو څرګندونو په اړه معلومات نه دي ورکړي.








