د ملګرو ملتونو اقتصادي او اجتماعي شورا پرون د په ډسمبر ۱۴مه د ملګرو ملتونو د ښځو له کمېسیون څخه د ایران د اېستلو لپاره رایه ورکړه. د ملګرو ملتونو اجتماعي او اقتصادي شورا ۵۴ غړي لري او ۲۹ غړو یې د هغه طرحې په پلوۍ، چې له دغه کمېسیون څخه د ایران سمدستي ایستل یې غوښتل، رایه ورکړه. د شورا اتو غړو مخالفه رایه ورکړه او ۱۶ نورو یې ممتنع رایې ورکړې. څه موده مخکې په ملګرو ملتونو کې د امریکا ځانګړې استازې لیندا تامس وویل چې په ایران کې د ښځو او نجونو ډېر حقونه تر پښو لاندې کېږي او دا کمېسیون په داسې یو حالت کې، چې فعالیتونه یې د ایران په داخل کې اغیزمن وي، کار نشي کولای. د بشري حقونو فعالان وايي چې د مظاهرو له پیل راهېسې تر دې دمه په ایران کې شاوخوا ۵۰۰ کسان مړه شوي دي او زرګونه نور نیول شوي دي.








