د ا.ا د ملي دفاع سرپرست وزير د متحده عربي اماراتو د حکومت له مرستیال او د دوبۍ له واکمن شیخ محمد بن راشد آل مکتوم سره کتلي دي. په دې کتنه کې د افغانستان او متحده عربي اماراتو چارواکو د دواړو هېوادونو تر منځ د اړيکو پر پياوړتيا او د سوداګرو لپاره د سوداګريزو خدمتونو د اسانتياو پر برابرولو او يو شمېر نورو مهمو موضوعاتو بحث او خبرې کړې دي. بلخوا د متحده عربي اماراتو دولتي اژانس خبر ورکړی چې په دې لیدنه کې په بېلا بېلو برخو کې پر ګډو همکاریو او یو شمېر نورو موضوعاتو خبرې شوې دي. تر دې مخکې د ا.ا د دفاع وزیر په ابو ظبۍ کې د اماراتو له امیر سره هم کتلي وو.








