سرچینې وايي چې افغانستان او ترهګرۍ سره مبارزه به په نوي ډيلي کې د منځني اسيا هېوادونو او هندوستان د ملي امنیت سلاکارانو د ناستې د اجنډا مهم موضوعات وي. هندي رسنۍ هندوستان ټایمز خبر ورکړی چې دغه ناسته نن په نوي ډيلي کې ترسره کېږي چې پکې به د قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان او ازبکستان د ملي امنیت سلاکاران او د ترکمنستان سفیر پکې کډون کوي. سرچینې زیاته کړې چې دا د خپلې بڼې پنځمه ناسته ده او هندوستان د ملي امنیت سلاکار اجیت دووال به يې کوربه وي. هندي چارواکو ویلي چې د افغانستان وروستي امنيتي او سياسي حالات به د دې ناستې د اجنډا په سر کې وي. د سرچینې په وينا هندوستان او د منځني اسيا هېوادونه په سيمه کې د امنيت او سولې په برخو کې ګډې ګټې لري او د دې ترڅنګ د منځني اسيا هېوادونه له افغانستان سره ګډې پولې لري، ځکه د افغانستان حالات پر هغوی نېغ په نېغه اغیزه لري.








