یکشنبه, اگست 16, 2026
English
STR News
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
STR News
No Result
View All Result

ا.ا: د واقعيتونو د موندنې او انعکاس پر اهميت ټينګ باور لرو

STR NEWS by STR NEWS
نوومبر 3, 2022
8 0
0
ا.ا: د واقعيتونو د موندنې او انعکاس پر اهميت ټينګ باور لرو
13
SHARES
49
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

بهرنیو چارو وزارت وایي، ا.ا د واقعيتونو د موندنې او انعکاس پر اهميت ټينګ باور لري او د دغې موخې د تحقق لپاره يې رسنيو او کارکوونکو ته د فعاليت د اجازې تر څنګ اړينو معلوماتو او د هيواد هرې سيمې ته د لاسرسي مساعد کاري چاپيريال برابر کړی دی. د بهرنیو چارو وزارت لخوا په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې اوس مهال په هيواد کې له ۲۷۰ زياتې داخلي رسنۍ فعاليت کوي. اعلامیه زیاتوي،  پر دې سربېره په هيواد کې ۱۴ بهرنۍ رسنيزې شبکې دايمي شتون لري او د ۱۴۰۱ کال له پيل را پدېخوا تر اوسه د اسيا، اروپا، امريکا او استراليا لويو وچو اړوندو بېلابېلو هيوادونو څخه د ۱۹۶ رسنيزو شبکو اړوند تر ۷۰۰ زياتو بهرنيو ژورناليستانو ته د راتګ او راپور جوړونې اسانتياوې برابرې شوې دي. په دې خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې ا.ا ټولو رسنيو ته د اسلامي ارزښتونو او ملي ګټو سره سم د مسلکي چلند په چوکاټ کې د آزادانه فعاليت او خونديتوب ډاډ ورکوي. بهرنیو چارو وزارت دغه راز زیاتوي، چې د ا.ا تر راتګ وروسته تر اوسه هېڅ خبریال نه دی وژل شوی او نه هم د رسنیو استازي او مراکز له امنیتي ننګونو سره مخ شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سياسي استازولي يا يوناما وايي چې واک ته د ا.ا تر رسيدو وروسته يې له خبريالانو سره د تاوتريخوالي ۲۰۰ قضیې ثبت کړې دي. يوناما پرون د خبريالانو پر وړاندې د جرمونو د معافيت د پای ته رسولو نړيوالې ورځې په مناسبت ويلي چې په ثبت شويو قضيو کې د خبريالانو خپلسرسې نيونې، له خبريالانو سره ناوړه چلند، د خبريالانو ګواښل او ويرول شامل دي.

Advertisement Banner
STR NEWS

STR NEWS

Recommended

اروپا بلجیم کې د پراخ ځنګلي اور د مهار لپاره مرسته وکړه
وروستی خبرونه

اروپا بلجیم کې د پراخ ځنګلي اور د مهار لپاره مرسته وکړه

اگست 16, 2026
واشنګټن پوسټ: د ایران د جګړې په اړه د خلیجي هېوادونو ناهیلي زیاته شوې
وروستی خبرونه

واشنګټن پوسټ: د ایران د جګړې په اړه د خلیجي هېوادونو ناهیلي زیاته شوې

اگست 16, 2026
په بلجیم کې کارګرو د ۱۰ میلیونو ډالرو په ارزښت سره زر وموندل
وروستی خبرونه

په بلجیم کې کارګرو د ۱۰ میلیونو ډالرو په ارزښت سره زر وموندل

اگست 16, 2026

Popular Playlist

Currently Playing

د اسلامي امارت پنځه کاله؛ پرمختګونه، اقتصادي لاسته راوړنې او سترې پروژې

د اسلامي امارت پنځه کاله؛ پرمختګونه، اقتصادي لاسته راوړنې او سترې پروژې

د اسلامي امارت پنځه کاله؛ پرمختګونه، اقتصادي لاسته راوړنې او سترې پروژې

ابادي او بیارغونه
تلپاتې ژوند

تلپاتې ژوند

د ټولنې هنداره
د اکسوس خپرندویه ټولنې د نوې ودانۍ پرانیسته؛ د کتاب مینه‌والو لپاره نوې هیله

د اکسوس د نوې ودانۍ پرانیسته؛ د کتاب مینه‌والو لپاره نوې هیله

پوهنه
په یوه کال کې له ۴۳ زرو ډېر ماینونه او ناچاوده توکي خنثی شوي

په یوه کال کې له ۴۳ زرو ډېر ماینونه او ناچاوده توکي خنثی شوي

د ټولنې هنداره
د ترانزيت وصل او د فرصتونو شريکولو په نوم انلاېن غونډه تر سره شوه

د ترانزيت وصل او د فرصتونو شريکولو په نوم انلاېن غونډه تر سره شوه

اقتصاد او سوداګري
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
Call us: +93 202502100 | +93 7779896996

Designed and Developed By iCode Software Company © 2021 STR News. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In

Add New Playlist

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه

Designed and Developed By iCode Software Company © 2021 STR News. All rights reserved