بهرنیو چارو وزارت وایي، ا.ا د واقعيتونو د موندنې او انعکاس پر اهميت ټينګ باور لري او د دغې موخې د تحقق لپاره يې رسنيو او کارکوونکو ته د فعاليت د اجازې تر څنګ اړينو معلوماتو او د هيواد هرې سيمې ته د لاسرسي مساعد کاري چاپيريال برابر کړی دی. د بهرنیو چارو وزارت لخوا په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې اوس مهال په هيواد کې له ۲۷۰ زياتې داخلي رسنۍ فعاليت کوي. اعلامیه زیاتوي، پر دې سربېره په هيواد کې ۱۴ بهرنۍ رسنيزې شبکې دايمي شتون لري او د ۱۴۰۱ کال له پيل را پدېخوا تر اوسه د اسيا، اروپا، امريکا او استراليا لويو وچو اړوندو بېلابېلو هيوادونو څخه د ۱۹۶ رسنيزو شبکو اړوند تر ۷۰۰ زياتو بهرنيو ژورناليستانو ته د راتګ او راپور جوړونې اسانتياوې برابرې شوې دي. په دې خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې ا.ا ټولو رسنيو ته د اسلامي ارزښتونو او ملي ګټو سره سم د مسلکي چلند په چوکاټ کې د آزادانه فعاليت او خونديتوب ډاډ ورکوي. بهرنیو چارو وزارت دغه راز زیاتوي، چې د ا.ا تر راتګ وروسته تر اوسه هېڅ خبریال نه دی وژل شوی او نه هم د رسنیو استازي او مراکز له امنیتي ننګونو سره مخ شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سياسي استازولي يا يوناما وايي چې واک ته د ا.ا تر رسيدو وروسته يې له خبريالانو سره د تاوتريخوالي ۲۰۰ قضیې ثبت کړې دي. يوناما پرون د خبريالانو پر وړاندې د جرمونو د معافيت د پای ته رسولو نړيوالې ورځې په مناسبت ويلي چې په ثبت شويو قضيو کې د خبريالانو خپلسرسې نيونې، له خبريالانو سره ناوړه چلند، د خبريالانو ګواښل او ويرول شامل دي.








