د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال شهابالدین ثاقب ترکیې ته د خپل سفر پر مهال د دغه هېواد له مېشتو افغان سوداګرو او پانګوالو او همدارنګه د استانبول د ۲۰۲۶کال د حلال نندارتون له ګډونوالو سره لیدلي دي. ثاقب په دې لیدنه کې د صنعت، سوداګرۍ او ترانزیټ په برخو کې د پانګونې فرصتونه او برابرې شوې اسانتیاوې تشریح کړې او افغان سوداګر یې هېواد ته بېرته ستنېدو، پانګونې او په بهرنیو بازارونو کې د کورنیو تولیداتو معرفي کولو ته هڅولي دي. بلخوا، افغان سوداګرو او پانګوالو د برابر شویو اسانتیاوو د ستاینې ترڅنګ، په افغانستان کې د سوداګرۍ او پانګونې د فرصتونو د ارزونې لپاره لېوالتیا ښودلې ده.








