په میدان وردګو کې د کورنیو تولیداتو د ملاتړ او بازارموندنې په موخه دویم درې ورځنی نندارتون پرانیستل شوی، چې د ۲۰ شرکتونو تولیدات په ۲۰ غرفو کې نندارې ته وړاندې شوي دي. په دغه نندارتون کې د کرنې، کانونو، لاسي صنایعو، مخابراتو، روغتیا او ټکنالوژۍ په برخو کې بېلابېل کورني تولیدات او د زدهکوونکو نوښتونه نندارې ته اېښودل شوي دي. د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولین وايي، د دغو نندارتونونو له لارې د کورنیو تولیداتو د پېژندنې، پراختیا او بازارموندنې لپاره زمینه برابروي.








