د قزاقستان د بهرنیو چارو وزیر مختار تیلیوبردي په بروکسل کې د شومان امنیتي او دفاعي درېیم فورم ته په وینا کې د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسیا پر امنیت یې اغېزې مهم موضوعات بللي دي. نوموړي له افغانستان سره د عملي تعامل، بشري مرستو او اقتصادي همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی او ښوونه، روغتیايي خدمتونه، ټرانسپورټي نښلونې او د بنسټیزو ادارو پیاوړتیا یې د دغه هېواد د اوږدمهاله ثبات لپاره مهم بللې دي. تیلیوبردي همداراز د ملګرو ملتونو د سیمهییز مرکز له ظرفیتونو څخه د لا ډېرې ګټې اخیستنې او د نړیوالو همکاریو په چوکاټ کې د ښوونیزو پروګرامونو د پراختیا غوښتنه کړې ده. نوموړي د ترهګرۍ پر وړاندې د نړیوالې همکارۍ پر پیاوړتیا هم ټینګار کړی او ویلي یې دي چې امنیتي اقدامات باید له بشري مرستو، سیاسي تعامل او دوامدار پرمختګ سره مل وي.








