د مالیې وزیر ایران ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه هېواد د کرنې له وزیر او د اقتصادي کمېسیون له مشر غلامرضا نوري قزلجه سره لیدلي دي. ماليې وزارت ویلي، په دې لیدنه کې د ګډ اقتصادي کمېسیون د راتلونکې غونډې پر جوړېدو، ایران ته د افغانستان د کرنیزو محصولاتو پر صادراتو، د ګمرکونو پر ۲۴ ساعته فعالیت، د افغان سوداګرو د ستونزو پر حل او د غیرقانوني توکو د قاچاق پر مخنیوي خبرې شوې دي. په دې لیدنه کې د ایران د کرنې وزیر په افغانستان کې د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګونې په برخو کې د همکاریو ډاډ ورکړی او ویلي یې دي چې هېواد یې د ګډ اقتصادي کمېسیون راتلونکې غونډې ته بشپړ چمتووالی لري.








