د امریکا د خزانې وزیر سکاټ بسنټ د ایران له لوري د هغه پر ژوند د احتمالي ګواښونو د زیاتېدو له امله له خپلې کورنۍ سره یوځای یوې پوځي اډې ته لېږدول شوی دی. د فاکس نیوز د راپور له مخې، د امریکا د خزانې وزارت هم د بسنټ لېږد تایید کړی او ویلي یې دي، چې نوموړی به د دغو ګواښونو سربېره د بندیزونو او سوداګریزو محدودیتونو له لارې پر ایران اقتصادي فشارونو ته دوام ورکړي. په راپور کې راغلي، چې د امریکا د حکومت یو شمېر نور لوړپوړي چارواکي هم د امنیتي تدابیرو د زیاتوالي په موخه خوندي استوګنځایونو ته لېږدول شوي دي.








