د کونړ ولایت په ناړۍ ولسوالۍ کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د ۴۸ میلیونه او ۷۰۰ زره افغانیو په لګښت د یوه اساسي پل د جوړولو چارې پیل شوې دي. د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست استازي مسعود ویلي، چې دغه پل د ناړۍ ولسوالۍ په څونهګلې سیمه کې جوړېږي. د نوموړي په وینا، پل ۱۴۰ متره اوږدوالی او ۳.۲۰ متره پلنوالی لري او ۱۷۰ متره نښلونکی سړک به هم ورسره جوړ شي. د یاد پل د جوړولو لګښت د اسلامي امارت له پراختیايي بودیجې ورکول کېږي او ټاکل شوې، چې چارې یې په نهو میاشتو کې بشپړې شي.








