له پېښو سره د مبارزې چمتووالي ملي اداره خبرداری ورکوي، چې نن چهارشنبه په پنجشېر، پروان، بغلان، تخار، بدخشان او نورستان ولایتونو کې د سختو بارانونو، تالندې، برېښنا او سېلابونو د راوتلو اټکل شوی دی. د یادې ادارې د وړاندوینې له مخې، په دغو ولایتونو کې د اورښت کچه له ۱۰ تر ۲۵ مليمترو پورې اټکل شوې ده. همداراز، په مرکزي او لوېدیځو ولایتونو کې د تېزو بادونو او په لوړو او سړو سیمو کې د واورې ورېدو احتمال هم شته. یادې ادارې له خلکو غوښتي، چې د سیندونو له غاړو او سېلابځپونکو سیمو لرې پاتې شي او له ولایتي مسوولینو یې غوښتي، چې د احتمالي پېښو پر وړاندې بشپړ چمتووالی ولري.








