د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د کندهار د شوراندام سمنټو فابریکې د لومړي فاز د پرانیستې په مراسمو کې ویلي، ا.ا هڅه کوي افغانستان په تدریجي ډول له مصرفي هېواد څخه پر تولیدي هېواد بدل کړي او د کورنیو تولیداتو په زیاتولو سره د صادراتو د ودې زمینه برابره کړي. نوموړي د هېواد د کورنیو سرچینو پر دوامدارې استفادې ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې افغانستان د سمنټو د تولید پراخ ظرفیت لري او دغه صنعت کولی شي د هېواد د ودانیزو چارو یوه لویه برخه اړتیاوې پوره کړي. د شوراندام سمنټو فابریکې لومړی فاز د ورځې د ۱۵۰۰ ټنه سمنټو د تولید په ظرفیت ګټې اخیستنې ته سپارل شوی او ټاکل شوې د دویم فاز د جوړولو چارې یې هم پیل شي.








