د بغلان ولایت د شمالي سالنګ تونل په خوله کې د یوه ۵۸۰ ډوله مسافر وړونکي موټر او ټانکر د ټکر له امله پنځه کسان مړه او شاوخوا ۲۰ نور ټپیان شوي دي. دغه پېښه نن سهار شاوخوا دوه بجې د یخنۍ او چټک تګ له امله د موټرچلوونکي د کنټرول له لاسه ورکولو په پایله کې رامنځته شوې ده. د پېښې مړه شوي او ټپیان روغتون ته لېږدول شوي او د پېښې په اړه څېړنې روانې دي.








