د ریاستالوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د کانونو د لومړني تخصصي نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې د هېواد پر اقتصادي ودې او د دا ډول نندارتونونو پر اهمیت ټینګار کړی دی. نوموړي ویلي، د دغه نندارتون موخه د افغانستان د کانونو د محصولاتو معرفي کول او د کورنیو او بهرنیو پانګهوالو ترمنځ د همکارۍ او همغږۍ لپاره د زمینې برابرول دي. حنفي د خپلو خبرو په یوه برخه کې ویلي، چې اوس مهال په هېواد کې د نشهیي توکو کښت، قاچاق او پلور منع دي. هغه دغه راز په خپلو خبرو کې له ټولو کورنیو او بهرنیو پانګهوالو وغوښتل چې په افغانستان کې پانګونه وکړي. حنفي زیاته کړه، ا.ا پانګهوالو ته د هر ډول اسانتیاوو برابرولو لپاره چمتو دی.








