د چاپېریال ساتنې ادارې عمومي رییس مطیعالحق خالص د مالیزیا د ساراواک ایالت په چاپېریالي زدهکړو نړیوال کنفرانس کې ګډون کړی دی. د دغې ادارې د خبرپاڼې له مخې، په دغه دوه ورځني کنفرانس کې د بېلابېلو هېوادونو استازي او د ملګرو ملتونو اړوند بنسټونه د اقلیمي بدلونونو، د چاپېریال ساتنې په اړه د عامه پوهاوي د لوړولو او د کثافاتو د مدیریت په اړه خبرې کوي. خالص د کنفرانس په څنډه کې د ساراواک ایالت د لومړي وزیر له مرستیال سره هم لیدلي دي.








