ایران ملګرو ملتونو ته په یوه لیک کې د امریکا او اسراییلو د ګواښونو د سمدستي پای ته رسېدو غوښتنه کړې او د امریکا له لوري یې د «بمونو مور» په نوم د ستر بم د کارولو ګواښ غندلی دی. دغه لیک په ملګرو ملتونو کې د ایران استازي غلامحسین درزي د ملګرو ملتونو سرمنشي او د امنیت شورا دورهيي رییس ته استولی دی. تهران په لیک کې له واشنګټن او تلابیب غوښتي چې ګواښونه ودروي او نړیوالو قوانینو ته درناوی وکړي. دا غوښتنه په داسې حال کې مطرح کېږي چې سياېناېن تېره اوونۍ د امریکايي چارواکو په حواله راپور ورکړی و، چې د امریکا پوځ پر ایران د احتمالي برید لپاره نوي پلانونه چمتو کړي او په دغو پلانونو کې د «بمونو مور» په نوم د ستر بم د کارولو احتمال هم شامل دی.








