د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) وايي، د ۲۰۲۶ کال تر پایه به په افغانستان کې د ۱۵۰۰ تنکیو ځوانانو او نجونو د مسلکي مهارتونو د زدهکړې او د نویو فرصتونو د رامنځته کولو ملاتړ وکړي. یونیسف پر اېکس پاڼه لیکلي چې د دغه بنسټ په ملاتړ او د اسیايي پراختیايي بانک په تمویل د یوه پروګرام له لارې په مزارشریف ښار کې نجونې د ګلدوزۍ مهارت زده کوي. د دغه پروګرام موخه د تنکیو ځوانانو او نجونو د وړتیاوو لوړول او د هغوی د ژوند د ښهوالي لپاره د کاري او مسلکي فرصتونو برابرول دي. یونیسف زیاتوي، د عملي مهارتونو زدهکړه له ځوانانو سره مرسته کوي چې پر ځان بسیا شي او د خپل راتلونکي لپاره خوندي او باثباته ژوند جوړ کړي.








