یو روسی سوداګر غواړي له کندهاره تر پنځه زره ټنو پورې انار روسیې، قزاقستان، ازبکستان، جاپان او سویلي کوریا ته صادر کړي. نوموړي ویلي، د کندهار انار لوړ کیفیت او ځانګړی خوند لري، خو د معیاري بستهبندۍ نشتوالی یې د صادراتو پر وړاندې لوی خنډ دی. د انارو بڼوالو او سوداګرو له حکومته غوښتنه لري، چې د بستهبندۍ ستونزې هوارې او نړیوالو بازارونو ته د صادراتو زمینه ورته برابره کړي. د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې ویلي، هڅې روانې دي چې د ځمکې او هوا له لارې بهرنیو بازارونو ته د انارو د لېږد زمینه برابره شي.








