د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وايي، په روان لمریز کال کې د هېواد د غنمو تولید د تېر کال په پرتله ۱۳ سلنه زیات شوی او ۵.۱۵ میلیونه مټریک ټنو ته رسېدلی دی. د دغه وزارت ویاند شېر محمد حاتمي ویلي، تېر کال په افغانستان کې ۴.۵۴ میلیونه مټریک ټنه غنم تولید شوي وو، خو سږ کال پر څه باندې یو میلیون او ۹۶۸ زره هکټاره ځمکه د غنمو له کرلو وروسته، د حاصلاتو کچه لوړه شوې ده. د نوموړي په وینا، پر وخت ورښتونو او بزګرانو ته د اصلاح شویو تخمونو وېش د غنمو د تولید په زیاتوالي کې مهم رول لوبولی دی.








