د بدخشان د غالۍ اوبدونکو ټولنه وايي، په دغه ولایت کې د کورنیو غالیو تولید د تېرو کلونو په پرتله له ۱۰ تر ۱۵ سلنې زیات شوی او روان کال د ولایت په مرکز او ولسوالیو کې شاوخوا ۲ زره او ۴۰۰ متره غالۍ اوبدل شوې دي. د بدخشان د غالۍ اوبدونکو ټولنې رئیس عبدالعلي یفتلي باختر اژانس ته ویلي، د دوی د ارزونو له مخې، په دغه ولایت کې هر کال له ۲ زره او ۲۰۰ تر ۲ زره او ۴۰۰ مترو پورې غالۍ تولیدېږي. بلخوا، د بدخشان د صنعت او سوداګرۍ ریاست د تشبثاتو چارو مدیر ثمرالدین رحماني وايي، د تېرو کلونو په پرتله د غالیو تولید زیات شوی او په بازارونو کې یې پلور هم ښه شوی دی.








