په باکو کې د افغانستان د سفارت سرپرست محمد فیصل د اذربایجان د اوسپنې پټلۍ ادارې د بهرنیو اړیکو له رییس شاهمر حاجییف سره کتلي او د ټرانسپورټي او ټرانزیټي همکاریو پر پراختیا یې خبرې کړې دي. اذربایجان کې د افغانستان د سفارت په وینا، په دې کتنه کې دواړو لورو د اوسپنې پټلۍ له لارې د همکاریو د پراختیا، د تخنیکي ناستو د ترسره کولو، د ظرفیت لوړونې او د دوهاړخیزې سوداګرۍ د پیاوړتیا په اړه بحث کړی دی.








