د ټولیز امنیت تړون سازمان سرمنشي طلعتبیک مسادیکوف وایي، دغه سازمان به په منځنۍ اسیا کې د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي او د اوراسیا په سیمه کې د یوه نوي امنیتي جوړښت ملاتړ کوي. د ټاس خبري اژانس د راپور له مخې، مسادیکوف پرون د ټولیز امنیت تړون سازمان، د خپلواکو دولتونو ګډالمنافع ټولنې او د شانګهای همکاریو سازمان په ګډه غونډه کې، چې د منځنۍ اسیا او افغانستان د امنیت په اړه جوړه شوې وه، د ټولو هېوادونو لپاره د برابر او نه بېلېدونکي امنیت پر اړتیا ټینګار وکړ. هغه ویلي، دغه سازمان چمتو دی چې د ټولو هغو شریکانو په ګډون د خپلو همکاریو کچه پراخه کړي چې له اصولو او موخو سره یې ګډ نظر لري.








