د نیمروز ولایت د نفتو او ګازو مدیریت د وارداتي تېلو د کیفیت تر ارزونې او لابراتواري ازموینو وروسته، ۱۰ ټانکره ډیزل بېکیفیته تشخیص کړي او بېرته یې ایران ته ورګرځولي دي. د نیمروز د نفتو او ګازو عمومي مدیر مولوي نعمتالله طلحه ویلي، دغه ټانکرونه د یوه موظف پلاوي له لوري نمونهاخیستنې او د کیفیت تر کنټرول وروسته بېکیفیته پېژندل شوي دي. د نوموړي په وینا، یاد ډیزل د کیفیت کنټرول ادارې په لابراتوارونو کې تر بشپړې ارزونې وروسته د ټیټ کیفیت له امله بېرته ایران ته مسترد شوي دي.








