سه شنبه, اکتوبر 13, 2026
English
STR News
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
STR News
No Result
View All Result

د «غوټۍ کوچنی ټولګی» د روغتیا لارښوونې کتاب چهار اسیاب کې زده‌کوونکو ته ووېشل شو

STR NEWS by STR NEWS
اکتوبر 13, 2026
3 0
0
د «غوټۍ کوچنی ټولګی» د روغتیا لارښوونې کتاب چهار اسیاب کې زده‌کوونکو ته ووېشل شو
5
SHARES
18
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د کابل ولایت چهاراسیاب ولسوالۍ اړوند د عزیزخان کلي په یوه ښوونځي کې سلګونو زده‌کوونکو ته د (غوټۍ کوچنی ټولګی) تر سرلیک لاندې د ماشومانو لپاره د روغتیا لارښوونې کتابونه په وړیا توګه ووېشل شول. دغه کتاب د ماشومانو د روغتیايي پوهاوي د لوړولو او هغوی ته د روغتیا او حفظ‌الصحې په اړه د ګټورو معلوماتو د وړاندې کولو په موخه چمتو شوی دی.

د ښوونځي ښوونکي د کتابونو د وېش هرکلی کوي او وایي، ماشومانو ته د روغتیايي او علمي کتابونو برابرول د هغوی د پوهاوي په لوړولو کې مهم رول لري او د مطالعې له لارې یې د فکري ودې او زده‌کړې بهیر پیاوړی کولای شي.

د ښوونځي زده‌کوونکي هم د دغو کتابونو له ترلاسه کولو خوښ دي او وایي، د کتابونو په لوستلو سره به د روغتیا، پاکوالي او د ځان ساتنې په اړه نوي او ګټور معلومات ترلاسه کړي.

دغه کتاب د غوټۍله خوا لیکل شوی او د اکسوس کتاب پلورنځي له لوري چاپ شوی دی. د اکسوس کتاب پلورنځي مسوولین وایي، دوی تر دې وړاندې هم د غوټۍ کوچنی ټولګی تر سرلیک لاندې د ماشومانو د پوهاوي او زده‌کړې لپاره په بېلابېلو موضوعاتو کتابونه چاپ او په وړیا توګه وېشلي دي.

د غوټۍ کوچنی ټولګی دغه لړۍ د افغان ماشومانو د علمي او روغتیايي پوهاوي د لوړولو په موخه رامنځته شوې ده، چې کتابونه یې تر دې وړاندې هم په کابل او د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې ماشومانو ته رسېدلي دي. د اکسوس کتاب پلورنځي مسوولین وایي، د ماشومانو د پوهاوي او زده‌کړې د پیاوړتیا لپاره به د کتابونو د وړیا وېش لړۍ دوام ولري.

Advertisement Banner
STR NEWS

STR NEWS

Recommended

تکل: باثباته افغانستان د سیمه‌ییز اتصال او ګډې هوساینې زمینه برابروي
وروستی خبرونه

تکل: باثباته افغانستان د سیمه‌ییز اتصال او ګډې هوساینې زمینه برابروي

اکتوبر 13, 2026
برادر: اقلیمي بدلونونه دې له سیاسي ملاحظاتو جلا وساتل شي
وروستی خبرونه

برادر: اقلیمي بدلونونه دې له سیاسي ملاحظاتو جلا وساتل شي

اکتوبر 13, 2026
امیرخان متقي د اروپايي ټولنې له ځانګړي استازي سره کتلي
وروستی خبرونه

امیرخان متقي د اروپايي ټولنې له ځانګړي استازي سره کتلي

اکتوبر 13, 2026

Popular Playlist

Currently Playing

د چهلستون د غره د ښویېدنې احتمالي خطر؛ تخنیکي ارزونې پیل شوې

د چهلستون د غره د ښویېدنې احتمالي خطر؛ تخنیکي ارزونې پیل شوې

د چهلستون د غره د ښویېدنې احتمالي خطر؛ تخنیکي ارزونې پیل شوې

د ټولنې هنداره
په افغانستان کې د ۴جي انټرنېټ کاروونکي ۱۰ میلیونو ته ورسېدل

په افغانستان کې د ۴جي انټرنېټ کاروونکي ۱۰ میلیونو ته ورسېدل

ټکنالوژي
د اسلامي امارت پنځه کاله؛ پرمختګونه، اقتصادي لاسته راوړنې او سترې پروژې

د اسلامي امارت پنځه کاله؛ پرمختګونه، اقتصادي لاسته راوړنې او سترې پروژې

ابادي او بیارغونه
تلپاتې ژوند

تلپاتې ژوند

د ټولنې هنداره
د اکسوس خپرندویه ټولنې د نوې ودانۍ پرانیسته؛ د کتاب مینه‌والو لپاره نوې هیله

د اکسوس د نوې ودانۍ پرانیسته؛ د کتاب مینه‌والو لپاره نوې هیله

پوهنه
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
Call us: +93 202502100 | +93 7779896996

Designed and Developed By iCode Software Company © 2021 STR News. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In

Add New Playlist