د اوبو او انرژۍ وزارت خبر ورکړی، چې د دغه وزارت وزیر ملا محمد یونس اخندزاده له یوه پلاوي سره د سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض کې د انرژۍ د ۱۷م نړیوال فورم په څنډه کې د انرژۍ له نړیوال نندارتون څخه لیدنه کړې ده. سرچینې ویلي، چې نوموړي د دغه نندارتون پر مهال د انرژۍ د تولید، لېږد، وېش او نوې کېدونکې انرژۍ په برخو کې له عصري ټکنالوژۍ، پرمختللو تجهیزاتو او نړیوالو تخنیکي نوښتونو سره بلدتیا ترلاسه کړې ده. د دې لیدنې موخه د افغانستان د انرژۍ سکټور د مسلکي کادرونو لپاره د نړیوالو تجربو ترلاسه کول، له نوې ټکنالوژۍ سره بلدتیا او د انرژۍ د پراختیا لپاره د نویو فرصتونو پېژندل وو.








