د اقتصاد وزیر دینمحمد حنیف د ایران د چابهار ازادې سیمې له عامل مدیر محمد سعید اربابي سره لیدلي او د سوداګرۍ، ټرانزیټ، پانګونې او اقتصادي همکاریو د پراختیا په اړه یې ورسره خبرې کړې دي. اقتصاد وزارت وايي، حنیف په دې لیدنه کې د افغانستان د کرنې، کانونو، صنعت، انرژۍ، سوداګرۍ او ټرانزیټ برخو کې شته ظرفیتونو ته اشاره کړې او د دغو فرصتونو د اغېزمنې کارونې غوښتنه یې کړې ده. په ورته وخت کې، د چابهار ازادې سیمې عامل مدیر له افغانستان سره د همکاریو د پراخولو او افغان سوداګرو او پانګوالو ته د اسانتیاوو د برابرولو ډاډ ورکړی دی.








