د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراجالدین حقاني د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له شارژدافیر نیکولا بیلومو سره لیدلي او د اړیکو او همکاریو پر پراختیا یې خبرې کړې دي. کورنیو چارو وزارت ویلي، حقاني نیکولا بیلومو ته د خپلې دندې د پیل له امله مبارکي ورکړې او د افغانستان او اروپايي ټولنې اړیکې یې مثبتې ارزولې دي. په دې کتنه کې د نشهیي توکو پر وړاندې د مبارزې، په دې برخه کې د مرستو پر دوام، د افغانستان د امنیتي وضعیت او د ګډو ګټو پر بنسټ د اړیکو د پیاوړتیا او تعامل پر اړتیا هم خبرې شوې دي.








