د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، له ایران سره خبرې اترې ګټورې روانې دي او د نومبر میاشتې د منځمهالو ټاکنو تر ترسره کېدو مخکې به پر دغه هېواد برید ونه کړي. تر دې مخکې د امریکا مرستیال ولسمشر جيډي ونس ویلي وو، چې له واشنګټن سره د هوکړې لپاره ایران باید د یورانیمو د غني کولو فعالیتونه محدود کړي. بلخوا، د ایران دولتي رسنیو راپور ورکړی، چې تهران د یورانیمو له غني کولو څخه د لاس اخیستو اراده نه لري.








