سعودي عربستان، ترکیې او پاکستان د دوشنبې په ورځ په ریاض کې د مکې دفاعي ایتلاف د ستراتیژیکې سیاسي او دفاعي کمېټې بېړنۍ غونډه کړې او د سعودي عربستان پر ښارونو او ملکي او اقتصادي تاسیساتو بریدونه یې غندلي دي. د سعودي عربستان د رسمي خبري اژانس په وینا، په غونډه کې د پاکستان متقاعد ډګر جنرال نعمان محمود د درېیو کلونو لپاره د مکې دفاعي ایتلاف د لومړي سرمنشي په توګه ټاکل شوی دی. درې واړو هېوادونو د ګډې دفاع پر ژمنې ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د هر غړي امنیت د درې واړو هېوادونو د ګډ امنیت برخه ده. دوی همداراز د ګډې دفاع د ژمنو د عملي کولو او په سعودي عربستان کې د هوکړه شویو پوځي ځواکونو او امکاناتو د چټک ځای پر ځای کولو پرېکړه کړې ده.








