د پاکستان د تحریک انصاف ګوند د خیبر پښتونخوا له بېلابېلو سیمو څخه د عمران خان د خوشې کېدو لپاره د اسلاماباد په لور لاریون پیل کړی دی. د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، د خیبر پښتونخوا د اعلی وزیر سهیل افریدي په مشرۍ دغه لاریون له لکي مروت څخه پیل او تېره شپه کرک ولسوالۍ ته رسېدلی دی. د لاریونوالو یوه مهمه غوښتنه د تحریک انصاف د بنسټګر او پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان ژر تر ژره خوشې کېدل دي. راپورونه وایي، په ځینو سیمو کې د لاریونوالو او پولیسو ترمنځ نښتې هم شوې دي.








